د کندهار ولایتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند وېش بازار کې د پرونۍ رامنځته شوې اورلګېدنې له امله هټيوالو ته په ميليونونو افغانۍ زيان رسیدلی دی. د سپين بولدک ولسوال علي محمد حقمل ویلي، چې د اوروژنې کارکوونکو په هلو ځلو دغه اورلګېدنه له څو ساعتونو وروسته کنټرول شوې ده. حقمل زیاته کړې، چې په لومړیو شېبو کې دغه اور پراخ شوی او سلګونه دوکانونه سوځولي دي. د یادونې ده، چې تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نه دی څرګند، خو مسوولین وايي، چې ښايي د لمريزې برېښنا د شارټۍ له امله دغه اورلګېدنه شوې وي.
































