د افغاني او روسي شرکتونو مسوولینو، د کندهار د ارغستان «لورې بند» پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د افغان- جرمن باختر شرکت او د روسیې د اوبو او انرژۍ انسټیټوټ له مسوولینو سره په کتنه کې، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د «لورې بند» پروژه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي. یادو مسوولینو د ارغستان د «لورې بند» پروژې د پلي کولو په برخه کې پر پانګونې لېوالتیا ښودلې او د دغې پروژې د سروې، تخنیکي مطالعاتو او ډيزاین د پيل لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د «لورې بند» حیاتي ارزښت ته په اشارې سره، د یادو شرکتونو د لېوالتیا هرکلی کړی دی. هغه، د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک پر لاسلیک کولو ټینګار کړی چې له مخې یې د یادې پروژې عملي چارې ډېر ژر پيل شي.












