د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د تاجکستان له ولسمشر اما علي رحمان سره تلیفوني خبرې کړې دي. دواړو لورو په دې تلیفوني مکالمه کې ددوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا بحثونه کړي دي. د تاجکستان ولسمشر په دې مکالمه کې ویلي چې تاجکستان د افغانستان نږدې ګاونډی دی او افغان حکومت هڅه کوي په بېلو برخو کې له دې هېواد سره اړیکې پراخې کړي. بلخوا د تاجکستان ولسمشر افغان ولسمشر ته دوشنبې ته د تګ بلنه ورکړې ده او ولسمشر غني هم منلې ده. ارګ وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به په نږدې ورځو کې تاجکستان ته ځي او ددې سفر لپاره به پر اړینو تیارو کار کوي.
































