د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي د ایران سرې میاشتې ته دنده سپارل شوې چې د پروان ولایت له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي. په کابل کې د ایران سفارت هم وایي چې پر پېښه خواشیني دي او ژر به ددغه ولایت سیلاب ځپلو ته ددوی مرستې ورسېږي. ددې تر څنګ ګڼو نورو خیریه بنسټونو او موسساتو هم په دغه ولایت کې د همکارۍ او مرستې ژمنې کړې دي. د پروان ولایت ځایي چارواکي وایي چې لسګونه کسان د سیلابونو له امله بېځایه شوي دي او د خیریه بنسټونو جدي مرستو ته اړتیا لري. ددې تر څنګ په سروبي، میدان وردګو او پکتیا کې هم سیلابونو زیانونه اوتلفات اړولي دي.
































