پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې راوتلیو وروستیو سیلابونو تر اوسه پورې ۱۵۱ کسان مړه کړي او دوه سوه نور ټپیان دي. د یاد وزارت د چارواکو په خبره، د دغو تلفاتو ډېره برخه په پروان ولایت کې ثبت شوې ده. دا سیلابونه د سه شبنې له ماښانه راپدېخوا د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې راوتلي دي. د یادې ادارې ویاند تمیم عظیمي ویلي چې ښایي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي. د هغه په خبره، وروستیو سیلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي خو تر اوسه یې کره شمېر له دوی سره نشته.
































