د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به سبا د دوه ورځني رسمي سفر په موخه ازبکستان ته ځي. د ازبېک رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې حنیف اتمر د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ له ازبیک چارواکو سره پر بېلو مسایلو خبرې وکړي. تر ډېره به ددغه خبرو تمرکز پر دوه اړخیزو اړیکو او سوداګریزو اسانتیاوو کېږي. همدا راز به د افغانستان سوله هم د ازبیک او افغان چارواکو د بحث وړ مسئله وي. ازبکستان تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او څو ځله یې ویلي چې د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته هم تیار دی.
































