عبدالله عبدالله د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکړ او وايي، احمتال لري چې دغه خبرې راتلوونکې اوونۍ پيل شي. د ملي مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله د افغانستان د سولې په اړه د خلکو نظر سنجي مراسمو کې وويل چې د افغانستان دولت د سولې د خبرو لپاره بشپړ چمتوالى لري. ده زياته کړه، ډېر احتمال شته چې راتلوونکې اوونۍ د سولې خبرې پيل شي. د سولې مرکچي پلاوي يوه غړي نادر نادري چې په دغو مراسمو کې يې برخه درلوده وويل، د پلاوي غړي بشپړ چمتووالى لري چې په روښانه او ښکاره ماموريت خبرو ته لاړ شي. خو د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سپټمبر په لومړیو کې له افغان چارواکو سره د خبرو کوم پلان نه شته. ټاکل شوې وه چې بين الافغاني خبرې د تېرې زمري مياشتې په ٢٦مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې واى، خو د بنديانو د خوشې کېدو په موضوع کې د پيچيدګۍ له امله دغه خبرې وځنډېدې.
































