د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر وايي، تر راتلونکې اوونۍ پورې به پاتې طالب بندیان هم آزاد شي. د هغه په وینا له دې کسانو سره به په مجموع کې د آزادو شویو طالب بندیانو شمېر ۵۶۰۰ کسانو ته ورسیږي. نوموړی وايي، د دولت اصول دادي چې افغانستان یو خپلواک او متحد هیواد وي، ځمکنۍ بشپړتیا ولري او حکومت یې د ډیموکراسي تمثیل وکړي او د بشري حقونو، د مېرمنو د حقونو او د اقلیتونو د حقونو تضمین موجود وي. هغه له طالبانو وغوښتل چې په خپله ژمنه کلک ودریږي او کوم بندیان چې آزادیږي بیا د جګړې ډګرونو ته ستانه نشي. اتمر له ټولو نړیوالو او سیمه ایزو متحدینو وغوښتل چې د افغانستان د سولې او اوربند له بهیر څخه ملاتړ وکړي. خو هغه خبرداری ورکړ چې په سیمه کې یو شمېر کړۍ هڅه کوي په افغانستان کې د سولې د بهیر مخه ونیسي.
































