د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې او ۱۲ تنه یې وژلي دي. چاودنه نن سهار شاوخوا اووه بجې د دغې ولسوالۍ په لوی کارېز سیمه کې شوې ده. د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وايي چې دغه چاودنه د ملکي وګړو پر یو ډاټسن ډوله موټر شوې او په موټر کې ناست ټول ۱۲ تنه یې وژلي دي. د ده په خبره، د چاودنې د شدت له امله نه معلومېږي چې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او که نه، خو پلټنې روانې دي. د یادې سیمې اوسېدونکی او د کندهار ولایتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي وویل چې ه دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي او د خپلو دوستانو لیدو ته تللي وو.د کندهار په سرحدي او شمالي ولسوالیو کې په دې وروستیو کې د سړک غاړې ماینونو په چاودنو کې زیاتوالی راغلی چې له امله یې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.












