د کوزې پښتونخوا د ملي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو ويلي چې د افغان کډوالو او ناروغانو لپاره دې د ویزې او تګ راتګ په برخو کې ځانګړې اسانتياوې رامنځته شي، څو د دواړو لورو د خلکو ترمنځ اړيکې پیاوړې شي. شېرپاو دغه څرګندونې په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان له لوی قونسل نجیب الله احمدزي سره په وطن کور کې د ليدلو پر مهال کړې دي. د دواړو لورو ترمنځ د نورو خبرو ترڅنګ پر سودګرۍ، ترانزیټ او د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې شوې دي. شېرپاو د غلام خان له لارې پر ترانزیټ کېدو خوښي ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې پاتې کارونه یې ژر تر ژره خلاص شي، څو له دې لارې عملاً ترانزیټ پیل شي او همدارنګه د سوداګریزو ستونزو د هواري لپاره یې له مرکزي حکومت سره د خبرو کولو ژمنه کړې ده. هغه د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو او ناروغانو لپاره دې د ویزې او د تګ راتګ په برخو کې ځانګړې اسانتياوې رامنځته شي، څو ولسي اړيکې لا پیاوړې شي.










