ولسمشر غني د یوه فرمان له لارې د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا او د دې شورا د رهبرۍ او سیاسي کمېټې د غړو نوملړ اعلان کړ. د دې فرمان پر اساس د ملي مصالحې د عالي شورا د مشرتابه پلاوي غړي په څلور برخو وېشل شوي چې ۱۹ غیردولتي، ۹ دولتي، ۸ ښځینه او ۱۰ د مشرتابه پلاوي غړي دي. د ارګ لخوا په معرفي شویو کسانو کې مخکنی ولسمشر حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نور پخواني جهادي قوماندانان، اوسني حکومتي چارواکي، د میرمنو استازې او مصالحې د عالې شورا د رهبرۍ هیت غړي شامل دي. ارګ د ملي روغې جوړې د عالي شورا فرمان په داسې حال کې خپروي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ مخامخ خبرې چې ټاکل شوې وه په دوحه کې وشي، ځنډیدلې دي.
































