روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۱۶۵ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته کوم کس مړ شوی نه دی او له یادې وبا د مړه شویو شمېر هماغه ۱۴۰۲ دی. روغتیا وزارت ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې پر کرونا اخته ۲۶ کسان بېرته روغ شوي چې ورسره له یادې وبا د رغېدلیو کسانو ټول شمېر بیا ۲۹ زره او ۸۹ ته پورته شوی دی.
































