د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خبر پاڼه کې ویلي، چې په روانه میلادي میاشت کې د افغانستان په تړاو ناسته جوړوي. د خبر پاڼې د مالوماتو له مخې په دې ناسته کې به د یوناما مشره روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د دغه سازمان د ښځو برخې اجرايي رییسه سیما باهوس هم ګډون وکړي او خپل توضیحات به وړاندې کړي. په خبر پاڼه کې لیکل شوي، چې ښايي په دې ناسته کې د مدني ټولنې یو استازی هم برخه ولري او وینا وکړي. د یادولو وړ ده چې تر اوسه د دغې ناستې د ترسراوي دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې.











