پاکستان وایي له ډیورنډ فرضي کرښې سره څېرمه یې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستاني پوځ مطبوعاتي مسوولین وایي چې د ګزمې پر مهال یې پر عسکرو برید شوی دی چې له امله یې څلور کسه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د سرچینې په خبره دغه عسکرو د القاعده او طالبانو په پاتیشونو پیسې چاڼیز عملیات کول. تر دې دمه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. پېښه په خیبر پښتونخوا کې شوې ده. تر دې وړاندې پر پاکستاني عسکرو د ګڼو بریدونو پړه د پاکستاني طالبانو ډلې منلې وه.
































