د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر نن په کابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سهیل محمود سره لیدلي دي. له یاد وزارت څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، اتمر په یاده لیدنه کې ویلي چې پاکستان باید د ډیورنډ فرضي کرښې له پورې غاړې پر افغانستان راکټي بریدونه او همدې کرښې ته څېرمه په خپل سر د تاسیساتو جوړولو بهیر ودروي. خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار شوی دی. اتمر ویلي چې افغانستان په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د راستنولو لپاره پر یو اوږدمهاله پلان هم کار پیل کړی دی. خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، محمود هم ویلي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ته ژمن دی او هیله لري چې بین الافغاني خبرې ژر پیل او په پایله کې یې افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي.
































