د روغتیا نړیوال سازمان وایي کرونا ویروس د ۹۰ سلنه هېوادونو روغتیایي بنسټونه زیانمن کړي دي. دغه سازمان د هېوادونو پر روغتیایي سیستم د لنډې کتنې تر څنګ د کرونا له امله د اوښتو زیانونو سروې یې کړې. د سروې پایلې ښيي چې د نږدې ۹۰ سلنه هېوادونو د روغتیايي مرکزونو او سکتورونو تېرې ۲۰ کلنې لاس ته راوړنې په ډېره کمه موده کې زیانمنې شوې دي. سروې په ۱۰۰ هېوادونو کې شوې او پایله یې ښيي چې د ۹۰ سلنه هېوادونو روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز وایي چې د کرونا له خپرېدو سره هممهاله د هېوادونو نورو سکتورونو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي او د دغه زیانونو جبران به کلونه وخت ونیسي.
































