ملګري ملتونه وایي افغانستان لا هم د کرونا د پراختیا له ګواښ سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي په افغانستان کې کرونا ویروس په بشپړه توګه نه دی ختم شوی، بلکې دغه هېواد لا هم د یاد ویروس د لا پراختیا له ګواښ سره مخ دی. سرچینه وایي چې تر ټولو ډېرې له خطر سره مخ سیمې د پاکستان او ایران پولې ته څېرمه پراته ځایونه دي چې هلته خلک بې کنټروله تګ راتګ کوي او د کرونا د مخنیوی هېڅ راز وسایلو ته لاسرسی نه لري. یادې ادارې هیله مندي ښودلې چې افغان حکومت وکړی شي ددغه ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره اغېزناک ګامونه اوچت کړي. د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت د کرونا مثبتې پېښې مخ پر کمېدو یادوي.












