د ایران مذهبي مشر علي خامنهیي اسراییل سره د اړیکو عادي کولو له امله پر اماراتو توندې نیوکې کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې اماراتو نه یوازې له عرب هېوادونو، سیمې او فلسطینیانو سره؛ بلکې له ټولې اسلامي نړۍ سره خیانت کړی دی. هغه زیاته کړې، اماراتو د امریکا په غوښتنه یوه سخته پرېکړه ډېره اسانه وکړه او په خبره یې، امارات به د خپلې دې اشتباه دروند پور خامخا پرې کړي. د یادونې ده چې د اماراتو او اسراییل اړیکو عادي کېدو د ټولې اسلامي نړۍ په کچه پراخ غبرګونونه راپارولي او ډېری هېوادونو امارات له فلسطینیانو سره په خیانت تورن کړي دي.
































