د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي د بین الافغاني خبرو د پیل په لار کې ټول خنډونه له منځه وړل شوي دي او ټاکل شوې چې ډېرې ژر دغه خبرې په دوحه کې پیل شي. خوځون ویلي چې ژر به د بندیانو د خوشي کولو پروسه هم بشپړه شي چې ورسره جوخت به بین الافغاني خبرې پیلېږي. دده په وینا د افغان حکومت مذاکراتي ټیم دمګړی دوحې ته د سفر په تیاریو بوخت دی. بلخوا داسې ګنګوسې هم خپرې شوې چې د طالبانو له ۳۲۰ بندیانو دوه سوه یې خوشي شوي دي او پاتې به د نن ورځې تر پایه خوشي کړل شي. خو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
































