ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د سولې مذاکرتي ټیم له رئیس او غړو سره په ارګ لیدلي دي. له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله قطر ته له تګ وړاندې نن له غرمې مخکې د سولې د مذاکراتي ټیم له مشر او غړو سره لیدلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر مذاکراتي ټیم ته ډاډ ورکړی چې د یو ملي مذاکراتي ټیم په توګه به دولت له دوی کلک ملاتړ کوي. په اعلامیه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي، چې د سولې خبرې حساس پړاو ته داخلیږي او دا مذاکراتي ټیم به له طالبانو سره د یو ملي او منسجم ټیم په توګه د افغان حکومت او خلکو په استازیتوب خبرې اترې کوي. په ورته وخت کې مصالحې عالي شورا هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادې شورای د رئیس عبدالله عبدالله له قوله ویلي، چې باعزته او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره متحدانه مخته ځي.
































