د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، کابل ته د پنجشېر د اوبو د لېږد د پروژې د عملي کولو د څرنګوالي طرحه بشپړه شوې، او د منظورېدو په موخه یې د سرپرست حکومت د مشر دفتر ته لېږلې ده. بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه کابل ته د پنجشېر د اوبو د لېږد اهمیت ته په اشارې سره ویلي، چې خصوصي سکټور پر دې پروژې پانګونې ته چمتو دی. په پلازمېنه کې د څښاک د اوبو کموالی او د تر ځمکې لاندې د اوبو کمښت، هغه جدي اندېښني دي، چې نه یوازې د سرپرست حکومت مسوولین بلکې د کابل اوسېدونکي یې هم اندېښمن کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کابل والي د یو شمېر بهرنیو بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې، له هغوی وغوښتل، چې په پلازمېنه کې د اوبو د تامین او مدیریت په برخه کې د سرپرست حکومت له مسوولینو سره مرسته وکړي.












