په روانه اونۍ کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه راټیټه شوې ده. اوسمهال د هېواد په بازارونو کې یو ډالر په ۶۷ افغانۍ او ۷۰ پوله تبادله کېږي. د افغانستان بانک وايي، چې د پولي ثبات ساتلو لپاره کافي منابع لري او د نورو اسعارو په مقابل کې د افغانیو پولي ارزښت په دوامداره توګه څاري. بل لور ته د یاد بانک ویاند ویلي، له هغو خلکو سره به قانوني چلند وکړي، چې د ډالرو په بیو کې په تغیر راتلو سره غیر قانوني کړنې کوي.
































