د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین، مجیب الرحمن عمر د یونیسف د اوبو برخې مسوول، ډامنیک سره کتلي دي. په دغه کتنه کې دواړو لورو د اوبو مدیریت، څښاک پاکو اوبو ته د وچکالۍ ځپلو سیمو د اوسېدونکو لاسرسي او د اوبو رسونې اړوند نورو خدمتونو په وړاندې کولو کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د یونیسف دغه چارواکي د خپلو همکاریو د پراختیا ډاډ هم ورکړی دی.
































