امریکایانو په افغانستان کې د نشه يي توکو د کاروبار او کانونو د استخراج له درکه میلیاردونه ډالر ګټلي دي. سپوتنیک فارسي په یوه اوږده مقاله کې لیکي امریکا وایي چې په افغانستان کې یې زرګونه میلیارده ډالر لګولي دي، خو په هغه پیسو سترګې پټوي چې د نشه يي توکو د کاروبار او کانونو د استخراج له درکه یې ګټلې دي. د سپوتنیک په دې مقاله کې راځي افغانستان یو غني هېواد دی او امریکایانو له دغه هېواد داسې قیمتي توکي ایستلي دي چې ارزښت یې زرګونه میلیارده ډالرو ته رسېږي. سرچینې امریکا د نشه يي توکو په کاروبار کې هم ښکېله بللې او په خبره یې امریکایانو په لوی لاس ددغه توکو کرکېلې ته پراختیا ورکړې وه او موخه یې دا وه څو نړۍ ته وښيي چې په افغانستان کې له نشه يي توکو پرته بل څه نشته. تر دې وړاندې روسي چارواکو هم ادعا کړې وه، چې امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس درلود. ایران هم په دې اړه څرګندونې کړې وې.