چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين پر برېښنايي موټرو د ډېرو تعرفو لګول به اروپايي ټولنې ته ګټه ورسوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 31, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اروپايي ټولنې کمېټې د اکتوبر په ۲۹مې نېټې خبر ورکړی،‌ چې د روانې مياشتې له ۳۱مې نېټې څخه به د چين له برېښنايي موټرونو د سبسایډۍ یا د حکومتي مالي مرستو پر ضد زیاتې ګمرکې تعرفې ولګوي.

يادې کمېټې ويلي، د چين د بي وايي ډي شرکت (BYD)،‌ جيلي شرکت (GEELY) او سايک موټر شرکت (SAIC Motor) پر برېښنايي موټرو  به په جلا جلا توګه ۱۷ سلنه،۱۸.۸سلنه او ۳۵.۳ سلنه زیاتې ګمرکي تعرفې ولګوي. چيني لوري د دغې پايلې د نه منلو دريځ څرګند کړی او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د نښتو د حل ميکانيزم له لارې دعوا وړاندې کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين د اروپايي ټولنې یاده پرېکړه ولې نه مني؟

دا ښکاره حقیقت دی، چې د اروپايي ټولنې دغسي کړنې نامعقولې او غير قانوني دي او  دغه ټولنه د مساوي سيالۍ په نوم ناعادلانه سيالۍ ترسره کوي او پروټېکشنيزم پورته کوي.

د اروپايي ټولنې دغه کړنې به نه يوازې د چين او اروپا ترمنځ د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو همکارۍ زيانمنې کړي، بلکې اروپايي مشتريان به هم لا زياتې پيسې ولګوي. دغه راز  په اروپايي ټولنه کې د پانګونې چاپېريال به له دې امله خراب شي او د زرغون اقتصاد پرمختيايي بهير کې به خنډونه جوړ شي.

اقتصادي چارو ته په کتو، د اروپايي ټولنې ياده پرېکړه به د موټرو چارو د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو ثبات ته زيانونه ورسوي او د اروپايي ټولنې د موټرو شرکتونو او مشتريانو ګټې به زيانمنې کړي. د فرانسې د رېناولت شرکت (Renault) اجرايه مشر لوکا ده ميو رسنيو ته ويلي، که اروپايي ټولنه له چيني شرکتونو سره ښې همکارۍ ونه کړي، د اروپا د برېښنايي موټرو پرمختيايي بهير به لا نور هم ستونزمن شي.

 بي اېم ډبليو (BMW) شرکت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د اروپايي‌ ټولنې يادې کړنې به د خپلو شرکتونو د سيالۍ توان لوړ نه کړي، بلکې د نړۍ همکارو شرکتونو ته به هم زیانونه ورسوي. د جرمني د موټر صنعتي ټولنې رئيس مولېر په يوې اعلاميې کې د اروپايي ټولنې ياده کړنه د نړۍ د ازادې سوداګرۍ لپاره شاتګ بللی او په خبره یې، اروپايي مشتريان به یې لوړې بيې پرې کړي او په ورته وخت کې به د چين او اروپا د پانګونې پر همکاريو هم بد سیوری وغوړوي او  د اروپا سوداګريز چاپېريال کې به اندېښنې راپورته کړي.

ولې اروپايي ټولنه د چين پر برېښنايي موټرو  لوړې تعرفې لګوي؟

اروپايي ټولنه هغه تصدۍ تنګوي او اړ کوي يې، چې د چين پر ځای اروپا کې پانګونې او فابريکې جوړې کړي، خو شنونکي د اروپايي ټولنې دغه فکر ناسم بولي او وايي، يوازې ورخلاصون او ښه بازاري چاپېريال کولی شي، په کور دننه او بهر تصدۍ او شرکتونه راجلب کړي.

اروپايي ټولنه له يوې خوا د چین د برېښنايي موټرو شرکتونو ته ګواښونه کوي او  له بلې خوا ترې د پانګونې غوښتنه کوي او دغو ضد او نقیض کړنو ته به یې کوم شرکتونه زړه ښه نه کړي او د دې تر څنګ، اروپايي ټولنه به په دغسې کړنو د خپلو صنايعو زرغون بهير او د اقليمي بدلون ضد نړيوالو هڅو ته هم زيانونه ورسوي.

.اروپايي ټولنه پلان لري، چې ۲۷ غړي هېوادونه يې بايد تر ۲۰۳۰م کال پورې د کاربن ايستنه ۵۵ سلنه کمه کړي او تر ۲۰۵۰م کال پورې باید صفر ته د کاربن ايستنې اندازې د رسېدو موخه پوره کړي، خو د نوښت د کمښت او د سرمايې د لوړوالي له امله يې زرغون بهیر له خنډونو سره مخ دی.

د شنونکو په اند، چین د زرغون پرمختګ ابتکاري تخنيکونه لري او که اروپايي ټولنه ورسره د برېښنايي موټرو همکاريزې اړيکې پرې کړي، نو خپل ځان ته به ستونزې جوړې کړي.

ارويايي ټولنه اوس وايي، د چيني برېښنايي موټرو د بيو ژمنو په اړه به له چين سره دوامدارې مشورې وکړي، خو چين بیا هر وخت د ډيالوګ او سلامشورو له لارې د سوداګريزو کړکېچونو پر هواري ټينګار کړی دی.

د چین په نظر، اروپايي ټولنه بايد د شرکتونو ريښتني او معقول غږونه واوري او ژمنو ته باید د عمل جامه واچوي.

Previous Post

دایکنډي کې سږکال د بادامو په حاصلاتو کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی

Next Post

د ځان ساتنې په موخه د اروپايي اتحاديې لوړې تعرفې به معکوسې پايلې ولري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د ځان ساتنې په موخه د اروپايي اتحاديې لوړې تعرفې به معکوسې پايلې ولري

د ځان ساتنې په موخه د اروپايي اتحاديې لوړې تعرفې به معکوسې پايلې ولري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

خلیلزاد: د افغانستان اوسنی وضعیت د افغانانو لپاره ستونزمن دی

خلیلزاد: د افغانستان اوسنی وضعیت د افغانانو لپاره ستونزمن دی

نوومبر 19, 2022
اذربایجان، ترکمنستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا هوکړه کړې

اذربایجان، ترکمنستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا هوکړه کړې

فبروري 11, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ