د چین سفیر وایي هېواد یې د افغان سوداګرو د ستونزو حل ته ژمن دی. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په بهرنیو چارو وزارت کې د افغان سوداګرو ستونزې اورېدلې دي او ژمنه یې کړې چې په حل کې به یې هڅه کوي. وانګ یو وایي چین له افغانستان سره په بېلو برخو کې د اړیکو د لا پراختیا په لټه کې دی او غواړي چې د افغان سوداګرو شته ستونزې حل کړي. دده په خبره له افغان سوداګرو سره په اړیکه کې دی او ددوی ستونزې به له نږدې څاري. بلخوا د هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم له چین مننه کړې چې تل یې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره اقدام کړی دی. چین یو له هغو هېوادونو دی چې سلګونه افغان سوداګر پکې په بېلو برخو کې په کاروبار او سوداګرۍ بوخت دي.