چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د تايوان مسئلې په اړه د يوه عام چينايي خبرې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 4, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جاپان ځان ساتونکو او امريکايي ځواکونو د تېر اکتوبر په ۲۳مې نېټې د تېرې تورې په نوم پوځي تمرين ترسره کړی دی. که څه د دواړو هېوادونو ځواکونه له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې هر کال ورته تمرين ترسره کوي، خو د سږني تمرين پيمانه يې د تېرو دورو په پرتله لويه وه.

د جاپاني او امريکايي ځواکونو له ياد تمرين درې ورځې وروسته، د امريکا بهرنيو چارو وزارت د چين پر تايوان سیمې له ځمکې څخه هوا ته د توغنديو د ويشتلو پرمختللي سيسټم او راډار سيسټم په شمول د يو ميليارډ او ۹۸۸ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور پلان تصويب کړی دی. دا لومړی ځل نه دی، چې امريکا پر تایوان سیمې د وسلو د پلور پلان تصويبوي، بلکې بار بار يې ورته کړنې ترسره کړې دي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

د امريکا يادو کړنو د تایوان سیمې د خلکو  اندېښنې راپورته کړي، ځکه له یوې خوا یې له جاپان سره د لویې پيمانې ګډ تمرین ترسره کړی او بل په ورته وخت کې يې د چين پر تایوان سیمې د پرمختللو سیسټمونو او وسلو د پلور پلان تصويب کړی دی.

ملکي وګړي نړيوال وضعيت نه شي بدلولی، خو د نړيوال وضعيت بدلونونه پر هر ملکي وګړي ژورې اغېزې درلودلی شي.

د چين د سترې برخې او تايوان خلک د چيني ملت د لويې کورنۍ غړي دي او د چين د سترې برخې خلک د تايوان په اړه ژور احساسات لري.

د معلوماتو له مخې، اوسمهال له تايوان سره د چين د سترې برخې د سوداګرۍ لوړ منفي توازن رامنځته شوی او په تېر ۲۰۲۳م کال کې يې د منفي توازن اندازه ۱۳۰ ميليارډه او ۸۶۴ ميليونه امريکايي ډالره او د روان ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نيمايي کې ۶۰ ميليارډه او ۶۵۲ ميليونه ښودل شوی، چې دا اندازه د نړۍ له نورو سيمو سره د چين د تجارتي منفي توازن د اندازو په پرتله ډېره لوړه ده. د چين د سترې برخې پراخ بازار د تايوان خلکو ته رښتينې ګټې رسولي او د چين سترې برخې د تايوان د خلکو ګټې په نظر کې نيولې دي.

يوه ملکي وګړي پر خواله رسنيو پر تايوان د امريکايي وسلو د پلور پلان پر يوه پوسټ کمېنټ کړی او په خپله ناخوښي او غوسه یې څرګنده کړې او ليکلي يې دي: (( د تايوان ځايي ادارې د چين له سترې برخې سره په تجارت پیسې ګټلي او اوس د امريکا وسلې پرې اخلي او بيا به پر همدغو وسلو د چين ستره برخه په نښه کوي. امريکا د تايوان له لارې د چين د اقتصاد له شريانونو ځان پړسولی او هر کال خپل لګښتونه لوړوي.))

د چين سترې برخې له تايوان سره په سوداګرۍ او اقتصاد کې ډېرې مرستې کړې دي. دواړه خواوې په ۱۹۹۲م کال کې د يو چين پېژندې پر اصل ټينګار کړی او د تايوان تنګي د دواړو خواوو پرې ګډه هوکړه کړې ده.

د دغې هوکړې منځپانګه پر دې ورټوله ده، بلکې هسته یې دا ده، چې د چين ستره برخه او تايوان دواړه د يوه چين برخې دي او د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې د هېوادونو له اړيکو سره برابرې نه دي او پر همدې بنسټ يې اقتصادي او تجارتي همکارۍ پياوړې کړې دي. د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نيمايي کې د چين سترې برخې او هانکانګ ته د تايوان صادراتي اندازه ۷۰ ميليارډه او ۲۴۰ ميليونه امريکايي ډالره وه،  چین ته د تایوان سیمې صادرات په خپلې عمومي اندازې کې ۳۱،۲ سلنه ونیوه، خو په ورته وخت کې يې امریکا ته  صادرات بیا  ۲۳،۲ سلنه وه. ترې ښکاري چې د چين لوی بازار د تايوان تصديو ته پراخې ګټې رسولي او سوله د سیمې د هر وګړي په ګټه او د دوی اواز دی.

د اکتوبر ۲۵مه نېټه د چين پر تايوان د جاپان د استعماري تسلط د پای ته رسېدو له ۷۹مې کليزې سره برابره وه او د تايوان بېلا بېلو ټولنو په همدې مناسبت فعاليتونه ترسره کړي دي.

د تايوان د سيمه ييزې ادارې ځينو تش په نوم مشرانو د دې پر ځای چې د جاپان د وخت تیری وغندي او د تایوان د خلکو ګټې په نظر کې ونيسي، د خپلو ګټو او سياسي اړتياوو له مخې څرګندونې کړې دي.

د تايوان د ادارې خيالي مشر لای چينګده په يوه فعاليت کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د تقابل خبرې کړي او بیا بیا یې د تايوان تنګي د دواړو غاړو د ګډې هوکړې خلاف د سترې برخې د سرې کرښې د ننګونې هڅې کړي او د سيمې وضعيت يې په ناڅرګند لوري روان کړی دی.

بله د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې امريکا د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ سوله ييز ګډ ژوند نه غواړي او پر تايوان د وسلو د پلور او د خپل پوځي تمرين د پيمانې د لوړوالي له لارې د لای چينګده په شمول د تايوان سيمې ځينو سياستوالو ته داسې ناوړه پيغامونه ورکوي، چې ګواکې واشنګټن د دوی ملاتړ کوي او پر ناوړې لارې يې ګام پورته کولو ته هڅوي.

که امريکا رښتيا هم د تايوان سيمې د خلکو ګټې په پام کې نيسي، نو مهرباني دې وکړي د جنجالونو له خطر څخه دې تايوان لرې وساتي. د سيمې سوله او د خلکو ګټې د ټولو سياسي شعارو په پرتله مهمې دي.

که څه هم د يوه سوله غوښتونکي وګړي اواز کمزوری وي، خو د ډېرو وګړو اوازونه پياوړی ځواک رامنځته کولی شي.

Previous Post

سره میاشت د ۲۵ په زړه سوري ماشومانو وړیا درملنه کوي

Next Post

د ماليزيا صدراعظم په شمول د څو هېوادونو مشران به د چين د وارداتو په ۷م نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post

د ماليزيا صدراعظم په شمول د څو هېوادونو مشران به د چين د وارداتو په ۷م نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د فیلیپین ټاپوګانو کې یوې کښتۍ اور اخیستی او ۱۲ تنه پکې مړه دي

د فیلیپین ټاپوګانو کې یوې کښتۍ اور اخیستی او ۱۲ تنه پکې مړه دي

مارچ 30, 2023
کونړ؛ راستنېدونکو کډوالو ته ۲۶ کورونه جوړ شوي دي

کونړ؛ راستنېدونکو کډوالو ته ۲۶ کورونه جوړ شوي دي

مې 14, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved