چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

کرونا ملي ګواښ؛ د ډاکټرانو سرتاسري اتحادیه: حکومت پخپل غفلت له ولس سره ستره جفا کړې ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 17, 2020
in افغانستان
0
کرونا ملي ګواښ؛  د ډاکټرانو سرتاسري اتحادیه: حکومت پخپل غفلت له ولس سره ستره جفا کړې ده
868
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره هممهاله د عامې روغتیا وزارت کرونا یو ملي ګواښ وباله. له دې سره جوخت د افغانستان د ډاکټرانو ملي اتحادیه وایي چې حکومت د کرونا د خپرېدو له امله له ولس سره ستره جفا کړې ده. دوی وايي، حکومت په دې برخه کې غفلت کړی دی او رامنځ ته شوې کمېټې هم مسلکي کسان نه دي. د دوی په خبره، که حکومت اړین، جدي او رښتیني اقدامات ونه کړي، نو کرونا به په هېواد کې یو ستر ناورین رامنځ ته کړي.

د تېرې ورځې تر ناوخته په هېواد کې د کرونا وژونکې ناروغۍ ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت کارکوونکي وايي چې دوی جدي اقدامات پیل کړي دي او له دې پدېدې سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي. د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، دوی تر خپلې وسې هڅه کوي چې د دې پدیدې مخه ونیسي. د فیروز په خبره، تر دې دمه ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او لا هم مشکوکې پېښې تر څېړنې لاندې دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د عامې روغتیا وزیر همدا راز په خپلو خبرو کې کرونا یو ملي ګواښ بللی دی او په خبره یې، د هر افغان دنده ده چې خپل شاوخوا خلک وپوهوي او د یوې رسنۍ دنده تر سره کړي. فیروز زیاته کړې: «موږ له یو ملي ګواښ سره مخ یو، د عامې روغتیا وزارت له دې بدې پدیدې سره د مبارزې یو مهم ادرس دی. پر خلکو هم غږ کوم چې هر یو مو یوه رسنۍ شئ، هر یو مو یو روغتیايي مبلغ شئ، زموږ ساده پیغامونه نورو ته ورسوئ او پرې عمل وکړئ، څو خپل خلک له دې شر څخه وژغورو.»

نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې د عامې روغتیا وزارت ټول پرسونل په لومړۍ کرښه کې دی او روغتیايي خدماتو اضطراري او عاجل حالت خپل کړی دی. هغه د دې ویروس په مخنیوي کې تر تولو مهم ګام د خلکو همکاري بولي او په خبره یې، د ولس په همکارۍ یې د پراختیا مخه نیول کېدلی شي.

له دې سره جوخت د افغانستان د ډاکټرانو سرتاسري اتحادیه بیا حکومت په بې پروایۍ تورنوي. د دې اتحادیې رییس ډاکټر فیاض ساپی وایي، حکومت د کرونا ویروس د پراختیا په برخه کې له ولس سره ستره جفا کړې ده. نوموړي له مسیر ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، حکومتي مشران پر خپلو سیاسي ناندریو بوخت دي او له ولس سره یې د کرونا د مخنیوي په برخه کې ستره جفا کړې ده. هغه زیاتوي: «حکومت په خپلو ناندریو بوخت دی. کلینران او غیر مسلکي کسان یې په خپلو کمېټو کې ځای پر ځای کړي دي. له کدرونو یې کار نه دی اخیستی. د کډوالو د راتګ لپاره یې تدابیر نه لرل او لا یې هم نه لري. دوی یوه ستره جفا د ولس په حق کې کړې ده.»

د ډاکټر ساپي په خبره، د دغه ویروس تداوي نشته، خو حکومت که په خپلو ناندریو او کشمکشونو نه وی بوخت او پر وخت یې کار اهل کسانو ته سپارلی وی، نو د ویروس د پراختیا مخه نیول کېده. ساپی وایي، د افغانستان ستره ستونزه له ایرانه د زرګونو کډوالو راتګ دی چې باید قرنطین شوي وای. ساپی وایي: «پنځوس زره کډوال له ایرانه راغلل، دا باید قرنطین شوي وای. دوی باید د مسلکي کسانو له لوري په کټه‌ګوریو ویشل شوي وای. اما حکومت غیر مسلکي کسانو ته دندې سپارلې دي. دوی هرات ته اړین توکي نه دي استولي او یوه ناورین ته یې لار هواره کړې ده.»

ښاغلي ساپي ادعا وکړه چې چارواکي لا هم خلکو ته دروغ وايي او آن د کابل په مرکزي مهمو روغتونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هېڅ تیاری نشته. نوموړي وویل چې آن مسوولو ډاکټرانو ته ځانګړې جامې او چپنې نه دي ورکړل شوې. په ورته وخت کې د کابل د ابن سینا روغتون یو بل ډاکټر نادر افغان هم پر حکومت سختې نیوکې وکړې او د کرونا ویروس په مخنیوي کې یې پر غفلت تورن کړ. دوی دواړو پر خلکو غږ وکړ چې پر حکومت د تکیې پر ځای په خپله تدابیر ونیسي او ټولې هغه لارې چارې مراعات کړي، چې د کرونا وېروس په مخنیوي کې رول لري.

Tags: Top
Previous Post

مشوره اخیستل مو تجربه زیاتوي

Next Post

کرونا څه ډول ویروس دی؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرونا څه ډول ویروس دی؟

کرونا څه ډول ویروس دی؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ترکي شرکتونو د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

ترکي شرکتونو د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

اکتوبر 9, 2024
چين ګانګ د ملګرو ملتونو له مرستيال سرمنشي ډيکارلو سره وکتل

چين ګانګ د ملګرو ملتونو له مرستيال سرمنشي ډيکارلو سره وکتل

اپریل 12, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved