طالبان وایي د افغان حکومت له لوري د زندانیانو د خوشي کولو پروسه تر دې دمه نه ده بشپړه شوې. د طالبانو د قطر دفتر نوي ویاند ډاکټر نعیم وردګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي تر دې دمه د زندانیانو د خلاصون پروسه نه ده بشپړه شوې نو همدا چې دا پروسه بشپړه شي د طالبانو مذاکراتي پلاوی خبرو ته تیار دی. دده په خبره دمګړی د پاتې زندانیانو پر خوشي کولو خبرې روانې دي او تمه ده چې ژر پایلې ته ورسېږي. نعیم وردګ په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي چې په بند کې څو کسه پاتې دي او د کومو دلایلو په اساس دا پروسه تر دې دمه نه ده بشپړه شوې. نوموړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د طالبانو شپږ جنجالي بندیان قطر ته لېږل شوي دي او هلته به د طالبانو له لوري د بین الافغاني مذاکراتو تر بشپړېدو پورې نظربند وي.












