سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د ويزو د معافيت پاليسۍ اقتصادي ليدلوری لا پسې پياوړی کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 9, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د کورني ګرځندوی احيا کول له بهرنۍ نړۍ سره د تړاوونو د رامنځته کولو او د چين په اړه د بهرنيانو د نظر د بدلولو لپاره حياتي ګام دی. د لويديځ له منفي تبليغاتو سره سره په دې برخه کې د چين رغنده اقدامات هيله بښونکي دي.

چين ته د سفر د اسانه کولو، د ګرځندوی شمېر د ډيرولو، د ولسي ارتباطاتو د پراخولو، نړيوالو تبادلاتو او د نړيوالې سوداګرۍ د تقويه کولو په موخه به د نهو هېوادونو (سلواکيا، ناروې، فنلنډ، ډنمارک، ايسلنډ، انډورا، موناکو، ليختن اشتاين او د کوريا جمهوريت) اتباعو ته د روان کال د نومبر له اتمې بيا د راتلونکي کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې د سوداګرۍ، ګرځندوی، د کورنيو د ليدلو او ترانزيټ په موخه تر پنځلسو ورځو پورې له ويزې پرته چين ته د سفر اجازه ورکول کيږي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په دې سره به نو د ۲۵ هېوادونو اتباع چين ته له ويزې پرته د ۱۵ ورځني سفر اجازه ولري چې د ګرځندوی صنعت د پياوړي کېدو، د کلتوري توليداتو، ترانسپورټ سکټور او هوټلي کاروبار د لا ډيرې تقويې سبب به شي. له ويزې پرته چين ته د سفر شونتيا به دغه راز د ګرځندوی د پرچون پلور د ډيريدو او له نورې نړۍ سره د چين د کلتوري تبادلاتو د ډيريدو سبب هم شي.

چين په دوامداره توګه له نورو هېوادونو سره د رغنده دوه اړخيزو اړيکو د ساتلو لپاره ولسي اړيکو ته لومړيتوب ورکوي. دا د چين د ورخلاصون د ستراتيژۍ يو مثالی انځور او يو زړه راښکونکی ګام دی چې خلکو ته د دې وړتيا ورکوي چې چين د پېژندلو په ځای ښه درک کړي. د بهرنيو  ګرځندويانو د جلبولو لپاره د چين پاخه او له نوښتونو ډک اقدامات هم ښايي د دغه هېواد په درک او چلند کې د پراخو بدلونونو د راوړلو هڅه وګڼل شي.

چين په ټول هېواد کې د تادياتو سيسټمونه ښه کړي څو سيلانيانو ته د سفر اسانتیا رامنځته شي. دا مهال د چين په ستره برخه کې لویې نړيوالې تادياتي شبکې لکه، ويزه، ماسټر کارډ او يونين پې د منلو وړ دي او د موبايل له لارې د تادياتو اپليکېشنونه لکه ويچټ او علي پې هم دا شونتيا رامنځته کړې چې بهرنيان خپل بانکي کريډيټ کارټونه ورسره ونښلوي او په لا ډيرې اسانۍ سره خپل تاديات ترسره کړي.

دغو سياستي پرېکړو، لکه د موبايل تاديات، د ۲۵ هېوادونو اتباعو ته د ويزو د معافيت غځول، د ۵۴ هېوادونو اتباعو ته د ۱۴۴ ساعتونو وړيا ترانزيټي ويزې صادرول چې په وروستيو کې یې د صدور محلونه هم ۳۷ نقطو ته غځول شوي د چين د ګرځندوی کمپاين له برياليتوب سره مرسته کړې ده. د تفريحي بېړيو سکټور او کورني ګرځندوی د تقويه کولو لپاره د وروستۍ هڅې په توګه چين په تېره مې مياشت کې اعلان وکړ چې د چيني سياحتي شرکتونو له لوري رهبري کېدونکې د بهرنيو سيلانيانو ډلې چې د ۱۳ ښارونو بندرونو ته په تفريحي بېړيو کې ننوځي، ۱۵ ورځې له ويزې پرته په چين کې پاتې کېدای شي.

د چين د ويزو د معافيت پاليسي خورا ګټوره ده او د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې چين ته د نړيوالو سيلانيانو شمېر پرې د پام وړ ډير شوی دی. د دې پاليسۍ پر بنسټ، د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې ۴.۸۸ ميليونه بهرني وګړي چين ته تللي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۸.۶ سلنه ډيروالی ښيي.

د سفر او ګرځندوی د نړيوالې شورا د ۲۰۲۴م کال د اقتصادي اغېزو د څېړنې پر بنسټ، تمه کيږي چې چين روان کال له سفر او ګرځندوی صنعت څخه ۱۲.۶۲ ټريليونه يوانه عوايد ترلاسه کړي او د کورني ګرځندوی د ۵ سلنې ودې تمه هم کيږي. تر دې وروسته د نهو نورو هېوادونو وګړي هم کولی شي چې له ويزې پرته چين ته سفر وکړي، له دې ښکاري چې د ګرځندوی صنعت د بيا احيا کېدو پر لور په خورا ښه موقف کې دی.

د ویزو د معافيت پاليسي چين ته د سفر لپاره د نورو اروپايانو د هڅولو لپاره هم مهمه ده. د ويزو د معافيت پاليسي به د ګرځندوی صنعت پر تقويه کولو سربېره د چين او اروپا تر منځ کلتوري، تجارتي او اقتصادي اړيکې هم تقويه کړي. دا د دواړو ملتونو د وګړو د نږدې کولو لپاره غوره چانس دی.

چین لا ډيرو اروپايي هېوادونو ته د ويزو د معافيت د تدريجي سياستونو د ور پېژندلو او د لوړې کچې دوامدار ورخلاصون د پرمختګ پر مټ څرګند پيغام لېږدوي. پر چين د ګرځندوی سيلاب ور ماتېدل يوازې د حکومت د سياستونو له برکته نه بلکې د چين د زړه راښکونکي کليوالي طبيعت او ښکلي ښارونو له برکته دي. سيلانيان اوس کولی شي چې د چين غني کلتوري ميراثونه، مشهور غرونه او سيندونه وګوري او د دغه هېواد د عصري انکشاف او ښکلا له ليدلو خوند واخلي.

چين د ويزو د معافيت وروستی ګام تر ژمنيو رخصتيو مخکې واخيست. دا د چين د روان ورخلاصون نښه ده. په ورته مهال د ګرځندوی د پام وړ مهم نړيوال موقعيت په توګه د دغه هېواد موقف او د واورې او ژمي اقتصاد باالقوه وړتيا تقويه کوي.

Previous Post

بدخشان ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی

Next Post

له هوبۍ ولايت څخه د شي جين پينګ ليدنه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
له هوبۍ ولايت څخه د شي جين پينګ ليدنه

له هوبۍ ولايت څخه د شي جين پينګ ليدنه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کډوال؛ له ایران او پاکستانه پرون ۴۵۹ کورنۍ را ستنې شوې دي

کډوال؛ له ایران او پاکستانه پرون ۴۵۹ کورنۍ را ستنې شوې دي

فبروري 26, 2026
هېواد کې د کرونا وبا له امله ۳۰ تنه مړه شوي دي

هېواد کې د کرونا وبا له امله ۳۰ تنه مړه شوي دي

مې 31, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved