روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۶۶ کسان په کرونا اخته شوي او ۳۰ ترې مړه شوي دي. روغتیا وزارت وايي، د کرونا وبا درېمه څپه په چټکۍ خپرېدونکې ده او د دوی وړاندوینې ښيي چې افغانستان د دې څپې اوج ته نږدې شوی دی. د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي ویلي، افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې له تېر کوچني اختر راهیسې په لوړېدو دي او اوس یې کچه شاوخوا ۲۸ سلنې ته رسېدلې ده. د ویلو ده چې د کرونا وبا د درېیمې څپې پراختیا مخنیوي په موخه د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونه د دوو اوونیو لپاره تړل شوي دي.










