د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، چې په هېواد کې د اختلافونو د حل لار جنګ او تاوتریخوالی نه، بلکې خبرې اترې دي او له همدې امله غواړي له طالبانو سره د دښمنۍ پاڼه وتړي. نوموړي نن په کابل کې د شهید اوونۍ د درناوي مراسمو ته وینا کې ویلي، ښایي طالبانو سره د نظر ژور اختلاف ولري او همدا اختلافات به ډېر حساس ځای ته ورسېږي خو دا په دې مانا نه ده چې دوی یو بل سره دښمني لري. نوموړي زیاته کړې د افغانستان دښمنان یوازې هغه څوک دي چې د دې هېواد عزت او وحدت له منځه وړي او افغانستان د بربادۍ لور ته بیایي. عبدالله د خپلو خبرو پر دوام یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې د نظرونو د اختلاف یوازینی حل خبرې دي او باید په ګډه هڅه وشي چې په ټول هېواد کې سراسري سوله تامین او د نظر اختلاف یو ځل بیا جګړو او وینې تویېدنې ته ونه رسېږي. هغه څرګنده کړې، ټول افغانان باید پر یو ټغر راټول او د افغانستان د یووالي له دښمنانو سره په ګډه پرېکنده او فعاله مبارزه وکړي.










