پاکستان وایي د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د یاد هېواد له نوي ګومارل شوي سفیر سره د لیدنې پر مهال هغه ته سپارښتنه کړې چې د افغان سولې په برخه کې به هڅې ډېروي. نوموړي ویلي د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري او په دې برخه کې به پاکستان خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. محمود قریشي یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د سولې مسئلې ته ژمن دي او تل یې هڅه کړې چې ژر مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي. هغه یو ځل بیا پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره دې مخامخ مذاکرات پيل کړي.
































