چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

نړۍ د چين نړيوال وارداتي نندارتون له لارې پرانيستی بازار ليدلی شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 12, 2024
in نړیوال خبرونه
0
نړۍ د چين نړيوال وارداتي نندارتون له لارې پرانيستی بازار ليدلی شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مې نېټې پېل او په ۱۰مې نېټې پاتی ته ورسېد.

د فرانسې د لوريال د سينګاري توکو شرکت مشر جين پاول اګون رسنيو ته ويلي، چې د چين په اتم نړيوال وارداتي نندارتون کې یې د ګډون لپاره غوښتنليک وړاندې کړی او تمه یې ښودلې، چې په راتلونکي به هم په دغه نندارتون کې ګډون ولري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د لوريال شرکت په شمول د نړۍ ګڼو شرکتونو د چين په سږني وارداتي نندارتون کې ګډون کړی و او ښې لاسته راوړنې ترې لري او اوس په تمه دي، چې په راتلونکو نندارتونونو کې يې هم برخه واخلي.

شمېرې ښيي، د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون سترې لاسته راوړنې لري او د معاملو ارزښت يې څه پاسه ۸۰ ميليارډو او ۱۰ ميليونو ډالرو ته رسېږي، چې دا د تېرې دورې په پرتله ۲سلنه زياتوالی ښيي.

د چين د وارداتو په سږني نندارتون کې د ۱۲۹ هېوادونو او سيمو ۳۴۹۶ شرکتونو او تصديو خپل توليدات پلور او نندارې ته وړاندې کړي وو او د هغو تصديو شمېر يې د تېر په پرتله ډېر و، چې د نړۍ د ۵۰۰ مخکښو تصديو په درجه بندۍ کې شاملې دي او يا په خپلو چارو کې مخکښ ځای لري.

د نړۍ ۱۸۶ تصديو او ادارو له مسلسلو اوو کالونو راهيسې په دغه نندارتون کې ګډون لري.

په سږني نندارتون کې په لومړي ځل۴۵۰ نوي توليدات، ټکنالوژۍ او خدمتونه نندارې ته وړاندې شوي وو او د سوداګرۍ او پانګونې هڅونه پکې شوې ده.

له دغه نندارتون پرته د چين يو لړ نورې پرانيستي تګلارې هم د هرکلي وړ دي.

چين د نومبر په اتمې نېټې د سلواکيا او ناروې په شمول د نهو هېوادونو وګړيو ته ويزې معاف کړي او د دغو هېوادونو وګړي کولی شي، چې پرته له وېزې چين ته سفر وکړي.

چين څه موده مخکې په صنعتي چارو کې پر بهرنۍ پانګونې محدوديتونه لرې کړي او د لږ پرمختللو هېوادونو پر توکو يې ګمرکي تعرفه هم معاف کړې ده او دغه هېوادونه اوس کولی شي، چې د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه چين ته خپل تولیدات بې له ګمرکي تعرفې ولېږدوي.

د چين د ورخلاصون لړيزې تګلارې ددې ښکارندويي کوي، چې بهرني وګړي به چين ته د سفر له اسانتياوو ګټې واخلي، په دغه هېواد کې به بهرنې پانګونې اسانې او د همکارۍ فضا به یې پراخه شي.

په نړيوال ډګر کې د چين د ورخلاصون هلې ځلې ډېرې ارزښتناکې ثابتې شوې دي.

اوسمهال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ ځواک کمزوری شوی، د نړيوال کېدو ضد نظريې، يو اړخيزم او د سوداګرۍ ساتنې غوښتنې سختې او ورخلاصون او فرصتونه پکې کم شوي دي.

د چين د اووم نړيوال وارداتي نندارتون ادارې «د نړۍ د ورخلاصون د ۲۰۲۴م کال راپور» خپور کړی، چې له مخې يې په تېر ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ د ورخلاصون شاخص د وړم کال په پرتله ۰.۱۲ سلنه او د ۲۰۰۸ م کال په پرتله ۵ اعشاريه ۴۳سلنه ټيټ شوی او نور هم د ټيټوالي په حال کې دی. برعکس په همدې کال کې د چين د ورخلاصون شاخص د ۲۰۰۸ م کال په پرتله ۱۱ اعشاريه ۸۹ سلنه زيات شوی او د زياتوالي اندازې یې مخکښ نړيوال مقام نيولی دی.

که د يو هېواد دروازه پرانيستل شوه، نو نړيوال تګ راتګ ته به اسانتياوې برابرې شي.

د چين د وارداتو سږني نندارتون کې وړاندې شوي توليدات به د دغه هېواد لوی بازار ته لاره ومومي او ګډونوال شرکتونه به يې په چين کې پانګونې وکړي.

افغان سوداګر علي فيض هر کال د چين نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون کوي او تولیدات یې د هرکلي وړ ګرځېدلي دي.

په دغه نندارتون کې د استراليا د سوداګريزو او تجارتي شرکتونو پيمانه د پخوا په پرتله لويه شوې او د فرانسې لوريال شرکت، د هالنډ فيليپ شرکت او نورو ډېرو بهرنيو شرکتونو په چين کې د زیاتو پانګونو لېوالتيا ښودلې ده.

چين د چين نړيوال وارداتي نندارتون په شمول د لوړې سويې ډګرونه پرانیستي، د بهرنيو وګړيو د تګ لپاره یې اسانې تګلارې جوړې کړي او بهرنيو تصديو ته یې د پرمختګ لا زيات شرايط برابر او د لوی بازار فرصتونه يې ورسره شريک کړي دي.

اوسمهال د ټېکنالوژۍ د نوښت ګامونه چټک شوي دي.

د چين د وارداتو په سږني نندارتون کې د ډايرېدونکو موادو په وسيله جوړ شوي ټايرونه، په طبي چارو کې د علمي نوښتونو درمل او ماشينونه او ډېر عالي توليدات نندارې او پلور ته وړاندې شوي وو.

بهرنيو شرکتونو د چين لوی بازار ته د ساينس او ټېکنالوژۍ ښه محصولات وړاندې کړي او په دغه هېواد کې د نوښت مرکزونه جوړوي او د چين د نوښتي توان له لارې د نويو توليداتو او ټېکنالوژو د څېړنې په هڅه کې دي.

اوسمهال چين نه يوازې د محصولاتو او د توليداتو پر پرانيستي بهیر ټينګار لري، بلکې د ورخلاصون لپاره زياتې تګلارې هم جوړوي، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون او د ويزو لغوه کولو تګلارې يې ښې بېلګې یادولی شو او دا به د چين او نړۍ ترمنځ اقتصادي خوځښت نور هم ګړندی کړي.

د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې په درېيمې عمومي غونډې کې ویل شوي، چين به د لويې پيمانې بازار په اتکا په نړيوالو همکاريو کې د پرانيستې توان پياوړی کړي، د لا لوړې سويې د پرانيستي شکل اقتصادي نوی ميکانيزم به جوړ کړي او اړوند ميکانيزمونه به ثابت او پراخ کړي.

د چين دغه چارې به د پرانيستي نړيوال اقتصاد لپاره هڅې ګړندۍ کړي او د نړيوال پرمختګ انجن به وګرځي.

Previous Post

له اېپيک او جي – ۲۰ څه تمه لرلی شو؟

Next Post

د چين د ۲۰۲۴م کال د اېپيک اجنډا: د سيمه ييزې ودې او نوښتونو محرک

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين د ۲۰۲۴م کال د اېپيک اجنډا: د سيمه ييزې ودې او نوښتونو محرک

د چين د ۲۰۲۴م کال د اېپيک اجنډا: د سيمه ييزې ودې او نوښتونو محرک

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

المانی بانک:  کرونا ویروس نړۍ ته د بیالوژیک پاسپورت د جوړېدو اړتیا پېښه کړې

المانی بانک: کرونا ویروس نړۍ ته د بیالوژیک پاسپورت د جوړېدو اړتیا پېښه کړې

اپریل 2, 2020
سپین بولدک دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې

سپین بولدک دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې

اکتوبر 5, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ