د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي په سعودي عربستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ټیډروس ادهانوم سره کتلي. د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د روغتیا په برخه کې د لا زیاتو همکاریو د جلبولو، د پولیو او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې د پیاوړتیا، د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او په نړۍوالو غونډو کې د عامې روغتیا وزارت د استازو د ګډون په اړه خبرې شوې دي.
































