په زابل کې د تېرو جګړو او طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي ۱۷ ښوونځي بیارغول کېږي. د دغه ولایت د پوهنې رییس وايي، په مرکز کلات ښار او شپږو ولسوالیو کې د دغو ښوونځیو پر بیارغولو شاوخوا ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې هم تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړې شي. ورته مهال زده کوونکي او د زابل اوسېدونکي د زده کړو خوندي چاپیریال د ښوونیز بهیر کیفیت ښه والي په موخه مهم ګام ګڼي. د زابل د پوهني رياست دغه راز زیاتوي چې د ښوونځیو د ودانیو ترڅنګ دغه ولایت کې د ښوونيز بهير د پياوړتیا پر نویو لارو چارو هم کار کوي.
































