د فراه د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د فراه ولایتي روغتون په ګډون ټولو روغتیایي مرکزونو ته د څه باندې ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي وسایل او ماشینونه سپارل شوي دي. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس احسان الله شاکر ویلي، چې فراه ولایتي روغتون او نورو روغتیايي مرکزونو ته د نړیوال بانک او نورو بېلابېلو موسسو په مالي ملاتړ د ۳۲۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي وسایل او اړوند توکي سپارل شوي دي. د نوموړي په وینا، په دې وسایلو کې د سنوګرافي ماشینونه، د عملیاتو مېزونه، د بستر کټونه، جنکسپرت دستګاه، د ۳۵۰ کیلو واټه بریښنا ماشین او یو شمېر نور اړین طبي او غیر طبي وسایل شامل دي. هغه زیاته کړه چې د فراه ولایت د روغتیایي خدمتونو د ښه والي لپاره د دې وسایلو سپارل یو مهم ګام دی، چې د ناروغانو د درملنې په برخه کې به ډېره اسانتیا راولي.
































