د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان سیمهییزې مشرې ډاکتر حنان بلخي او مل پلاوي سره کتلي. په دې کتنه کې سرپرست وزیر د یاد سازمان له مسوولینو غوښتي، چې د افغانستان کورنی روغتیایي سیستم تجهیز او تقویه کړي او د ادویې په برخه کې دې کورني روغتیايي سکټورونه غښتلي کړي تر څو د افغانستان صحي مرکزونه تمویل او افغانان له صحي پلوه پرځان بسیا شي. نوموړي دغه راز له یاد پلاوي غوښتي چې په افغانستان کې د پولیو او نور نارغیو د معاینې لابراتوارونه جوړ کړي.











