لوګر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري «ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول» په نوم غونډه کړې ده. جوړې شوې غونډې ته د کار او ټولنېزو چارو وزارت مرستیال محمدذاهد احمدزي ویلي، کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول لومړیتوب لري. نوموړي ویلي، په تېر یوه کال کې کار او ټولنیزو چارو وزارت شاوخوا دري زره په نشې روږدو ځوانانو ته د درملنې او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې ده. ذاهد همدارنګه ویلي، چې کار او ټولنیزو چارو وزارت د هېواد په کچه ۲۷ د حریفوي زده کړو مرکزونه پرانېستلي دي او سلګونه وزګارو ځوانانو ته پکې د زده کړو او کار زمینه برابره شوې ده. هغه دغه راز زیاته کړه، د هیواد په کچه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په روزنتونونو کې شاوخوا ۶ زره بې سرپرسته ماشومان تر روزنې لاندې دي.
































