د لوړو زده کړو سرپرست وزیر غزني پوهنتون ته د رسمي سفر په مهال په یاد پوهنتون کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴ لویې بنسټیزې پروژې منظورې کړې. په دغو پروژو کې د غونډو او کنفرانسونو عمومي تالار جوړول، عمومي کتابتون جوړل، د زراعت پوهنځي لپاره د څېړنیز فارم جوړول او د پوهنتون د عمومي جومات پراخوالی او بیا رغول شامل دي. د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو په منظورېدو د غزني پوهنتون مسوولین او محصلین خوښي څرګندوي او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د منظورېدو او پلي کېدو غوښتنه کوي.
































