د لوګر د ازرې ولسوالۍ د موسٰی خان او محمد خېلو ښوونځیو ته د احاطې دېوالونه، د څښاکو اوبو شبکې، د لمریزې برېښنا سیسټم، عصري تشنابونه او د حفظ الصحې اړین ملحقات جوړ شول. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب وايي، چې دا رغنیزې پروژې د یوې مرستندویه موسسې د شاوخوا ۸،۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي. عرب وویل، چې د یادو پروژو په جوړېدو سره له دوه زرو زیاتو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپیریال، د څښاک پاکې اوبه او د حفظ الصحې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د لوګر د ازرې ولسوالۍ د پوهنې آمر محمد ولي منصور د یادو پروژو له پلې کېدو خوښي ښودلې او د پوهنې له وزارته یې د ورته نورو رغنیزو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.












