د هرات د سیمه ییزو مسوولینو، سوداګرو او ایراني چارواکو تر منځ ناسته شوې ده. د دې ناستې جوړولو موخه په ایران کې د هرات – مشهد اووم پړاو خبرو ته چمتووالی بلل شوی دی. د افغان او ایراني مسوولینو په خبره په وروستیو کلونو کې، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې په کم ساري ډول ښې شوې دي. د خصوصي سکټور د مسوولینو په خبره د هرات – مشهد اووم پړاو خبرو پر مهال په پام کې ده، چې د ګمرکونو لېږد رالېږد، نفت او ګاز، صنعت، پانګونې او کرنې برخه کې خبرو تر څنګ، د دواړو هېوادونو تر منځ څو هوکړې هم لاسلیک شي. هرات کې د خصوصي سکټور غړي وايي، په کلني ډول د ایران او افغانستان تر منځ راکړه ورکړه درې میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
































