د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې نن په قطر کې پیلیږي. په همدې اړه د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره تیره شپه قطر ته ورسېد. دوی به نن د قطر په مشهور هوټل «شریتون» کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي. د مصالحي عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي، چې قطر ته د سولې له هیلو سره تللي او اوربند به یې د خبرو په اجنډا کې مهم بحث وي. نوموړي وویل تمه ده چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر بیا وايي نشي ویلی چې دا ځل مذاکرات به څومره وغځیږي. له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیل مراسم نن دي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر به یې پرانیزي. د طالبانو له اړخه به ملا عبدالغني برادر او د افغان حکومت له ادرسه به د مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وینا وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته رسېدلی دی.

































