پاکستان له ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د نوو سیمو نیولو لپاره د امن کمېټو په نوم خلک ګومارلي دي. د ننګرهار ګوشته او لعلپورې ولسوالۍ چې ډیورنډ کرښې سره وصل دي د سیمې خلک وايي چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې له ۴۰ کیلو متره په زیاته اندازه خاوره لاندې کړې خو څوک نشته چې مخه یې ونیسي. پاکستان یادو سیمو کې د مخکې راتګ په هڅه کې دی او ددې پروګرام د بریالي کېدو لپاره یې د امن کمېټې په نوم خلک ګومارلي، چې اغزن تار پرې ټول کړي او وړاندې راشي. د ولسي جرګې غړی فریدون مومند وايي، که حکومت د پاکستان پلان شنډ نه کړي اندېښنه شته لکه څنګه چې اغزن تار تېر شو په همدې ډول به نورې سیمې هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.
































