د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د ترکیې د سوداګرۍ وزارت مرستیال او نورو چارواکو په ګډون د افغاني او ترکي سوداګرو ترمنځ ګډه سوداګریزه ناسته وشوه. په دې ناسته کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ کچې په زیاتوالي او د ترانسپورټي او ترانزیټي ستونزو د حل سربېره د لاجوردو لارې په فعالېدو خبرې شوې. په یاده غونډه کې ۷۰ افغاني او ۶۰ ترکي شرکتونو ګډون کړی وو. سوداګرو او پانګهوالو د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې د دواړو هېوادو د ګډې یا دوستۍ خونې دجوړولو، د نندارتونو د مرکز جوړولو سره لیوالتیا ښودلې او ددې پروګرامونو د دوامداره کېدو غوښتنه یې کړې ده.
































