د پکتيکا ولایتي مسوولین وايي چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو پنځو ولسواليو کې د سرپرست حکومت د مشر د ځانګړي حکم له مخې، د ۳۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې او پراختيا برخو کې د ۶۰ پروژو چارې پيل شوې. د يادو پروژو پيل مراسمو کې د پکتيکا مرستيال والي مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي، چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د فرضي کرښې سره د پرتو ولسواليو د خلکو ستونزې تر يوه بريده حل شي. هغه زياته کړه چې دغه پروژې په شکين، برمل، وړممی، نعمتاباد او تروه ولسواليو کې پلې کېږي چې د سړکونو، ښوونځيو، روغتيايي کلينيکونو، ديني مدرسو جوړول، پاکو اوبو زمينې برابرول او نورې بېلابېلې پروژې پهکې شاملې دي. هغه ټينګار کړی چې يادو ولسواليو کې به راتلونکی کال نورې اساسي او بنسټيزې پروژې هم پلې کړي. په ورته وخت د پکتيکا د یادو ولسواليو خلک هم د دغو پروژو پيل ته خوښ دي.












