د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز کار ۸۱ سلنه او د دغه کانال د بند د جوړولو چارې هم ۶۷ سلنه پرمخ تللي دي. د دغه شرکت مسوولین وايي، په څلورو پلونو کار روان دی او ټاکل شوې د قوش تېپې کانال په لاره کې یو شمېر نور پلونه هم جوړ شي. د کرنې او مالدارۍ خونه د قوش تېپې کانال بشپړېدل د کار موندنې، د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او د خوراکي توکو د خوندیتوب برخه کې مهم ګڼي. د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې د فاریاب د اندخوۍ ولسوالۍ د کانال په وروستۍ نقطه کې، د ۲۰ میلیارده افغانیو په لګښت د قوش تېپې کانال پروژې د دویم فاز د کېندلو چارې د روان لمریز کال تر پایه بشپړې کړي.
































