د میدان وردګو ولایتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۴۰ کېلو متره سړک د بیارغونې چارې پيل شوې. د دغه ولایت سرپرست والي له محلي چارواکو سره په ګډه یادې ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد سړک بیارغونې چارې پیل کړې دي. دغه سړک د ټولګټو چارو ریاست له لوري د جغتو ولسوالۍ له مقام څخه چک ولسوالۍ پورې ۱۸ کېلومټره بیارغول کېږي او د جغتو ولسوالۍ څخه د غزني رشیدانو ولسوالۍ پورې ۲۲ کېلومټره سړک د جوړېدو عملي چارې پیل شوې. د میدان وردګو والي زیاته کړه، د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي د یادې لارې د خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او د دغه سړک له بیارغونې سره سم به د یادې ولسوالي د اوسېدونکو سونزې هوارې شي.
































