د سالنګونو لویه لاره چې تېره شپه د واورې ورښت، دوامداره توپان او د لید ساحي د کمښت له امله تړل شوې وه نن سهار لس بجې د کوچنیو موټرونو پرمخ پرانېستل شوې ده. د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست په هڅو نن سهار لس بجې له شمال څخه سویلي لورې ته د کوچنیو مسافر وړونکو وسایطو پر مخ پرانېستل شوه او د ورځې په جریان کې به له سویلي لوري څخه شمالي لور ته هم د تګ اجازه ورکړل شي.
































