دټایلنډ د کډوالو ادارې خبر ورکړی، چې د دغه هیواد په هوايي ډګر کې ۳ نارینه او یوه افغانه ښځه هغه مهال نیول شوي، چې غوښتل یې د قزاقستان له جعلي پاسپورټونو سره د پلټنې له ځایه تیر شي. یادې ادارې د دغو څلور افغان کډوالو د عکسونو په خپرولو سره ویلي، دا کسان یې د ډیسمبر په لسمه په ځايي وخت سهار مهال نیولي دي. له دې وړاندې د روان کال په اګسټ میاشت کې د ټایلنډ په پوکت هوايي ډګر کې یو بل افغان هم له جعلي پاسپورټ سره نیول شوی و. دا افغانان په داسې حال کې له جعلي پاسپورټونو سره نیول کیږي، چې د ټایلنډ حکومت اعلان کړی، چې د را روان کال د جنورۍ له پیله به افغانانو او پاکستانیانو ته په انلاین ډول ویزې ورکوي. د ټایلنډ د حکومت په خبره، د ویزو غوښتونکي کولی شي په انلاین ډول په ویب سایټونو کې غوښتلیکونه واستوي.
































